په انقره کې د «سیاسي تحول او سیمهییز نظم» تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې پخوانۍ سفیرې شکریې بارکزۍ د افغانستان جیوپولیټیکي اهمیت ته په اشارې ټینګار وکړ، چې افغانستان هم کولای شي د سیمې لپاره د اتصال نقطه او هم د ګډوډۍ مرکز وي. هغې زیاته کړه، نو ځکه د دغه هېواد مسئله باید نه یوازې په سیمهییزه، بلکې په فراسیمه ییزه کچه د یوې مهمې او محوري موضوع په توګه وڅېړل شي. د دې کنفرانس نورو ګډونوالو د افغانستان د سیاسي وضعیت د تحلیل پر مهال د واک پر انحصار، متمرکز نظام او د عدالت پر نشتوالي توند انتقادونه وکړل. د دوستم بنسټ مشرې راحله دوستم په دې اړه وویل چې د واک تمرکز او د ګڼو ملیتونو د حقونو له پامه غورځول، د افغانستان له تاریخي او اساسي ستونزو څخه دي چې د سیاسي پرېکړو څخه یې د هېواد د بېلابېلو قومونو د مشارکت مخه نیولې ده. د لاجورد لارې څېړنیز او پالیسي مرکز بنسټګره عالیه یلماز د دې غونډې د جوړولو د موخې په اړه وویل، چې په دغه حساس پړاو کې د افغان سیاستوالو، مدني فعالانو او اکاډمیکو څېرو ترمنځ د خبرو اترو لپاره د یوه بستر رامنځته کول اړین دي. دغه کنفرانس چې د افغانستان د راتلونکي سیاسي مسیر د روښانه کولو په موخه په انقره کې جوړ شوی، هڅه کوي ترڅو د ملي او سیمهییزو ننګونو د حل لپاره رغنده لارې چارې وارزوي.



