ننګرهار کې د طالبانو د المپیک او ورزش ریاست له لوري د ورزش د ودې او د ځوانانو د هڅونې په موخه لومړی ځل یوه پراخه ګډه ورزشي جشنواره ترسره شوې ده. دا جشنواره په سراج العمارت بڼ کې جوړه شوې وه، چې پکې د بېلابېلو ورزشي څانګو، ووشو، بدن ښکلا، تکواندو، پارکور، ووینام، سوک وهنې، خوسي، جودو او منډې وهنې نندارې او سیالۍ وړاندې شوې. د ورزش ریاست طالب مسئولینو ویلي، د دې جشنوارې اساسي موخه د ورزشکارانو هڅونه، د سالم رقابت رامنځته کول او د ځوانانو د ورزش سره نږدې کول دي. هغوی زیاته کړې چې په راتلونکي کې به ورته نورې پراخې ورزشي برنامې هم تنظیم شي. د خبرپاڼې له مخې، د اړوندو فدراسیونونو استازو بیا دا ډول نندارې د ورزش د ودې لپاره مهمې بللي او د داسې پروګرامونو د دوام غوښتنه یې کړې ده.



