یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د امریکا متحده ایالتونو د سمندري ځواکونو وزیر جان فیلن له خپلې دندې ګوښه شوی دی. د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په یوه لنډه خبرپاڼه کې تایید کړې چې فیلن «په سمدستي توګه» له خپلې دندې لرې شوی خو د دې پرېکړې د لامل په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي او دا یې هم نه ده روښانه کړې چې دغه اقدام د هغه په خپله خوښه شوی که نه. د رویټرز د راپور له مخې، د هغه ګوښه کېدل تر یوه بریده د جګړهییزو بېړیو جوړولو بهیر د چټکتیا لپاره د اصلاحاتو په پلي کېدو کې د سستۍ او همدارنګه د پنټاګون له مشرتابه سره د اختلافاتو له امله شوي دي. همدارنګه راپورونه ښيي چې د امریکا د دفاع له وزیر پیت هیګسټ او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره د هغه اړیکې چندانې ښې نه وې. د دغه بدلون له امله «هانګ کاو» چې د سمندري ځواکونو له لوړپوړو ملکي چارواکو دی، په موقتي ډول به د دې دندې سرپرستي پر غاړه واخلي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزارت د اوسني مشرتابه په دوره کې د دغه هېواد د پوځي مشرتابه په بېلابېلو کچو کې پراخ بدلونونه راغلي دي. د فیلن ګوښه کېدل په داسې مهال ترسره کېږي چې په منځني ختیځ کې کړکېچونه زیات شوي او امریکا په سیمه کې د خپلو سمندري ځواکونو حضور پیاوړی کړی؛ هغه ځای چې متحده ایالتونه د ایران پر وړاندې د فشار لپاره پر خپلو سمندري وړتیاوو تکیه کوي.



