په ملګرو ملتونو کې د تېر جمهوري حکومت دايمي استازولي نصير احمد فايق وايي، د ډيورنډ فرضي کرښې په اړه هر ډول څرګندونې له روان بحران د عامه افکارو د اړولو هڅه ده. نوموړي سهشنبه (د اپرېل ۲۲مه) پر خپله ايکسپاڼه ليکلي، افغانستان کې اوسمهال له ۲۳ميليونه زيات خلک بشري مرستو ته اړتيا لري، چې د ده په خبره مسؤليت يې طالبانو ته ورګرځي. نوموړي دغهراز ويلي: «د ډیورند کرښې مسئله په دې حساس پړاو کې مطرح کول، که قصدي وي او که غیرقصدي، د افغانستان د اصلي او ژورو بحرانونو څخه د عامه افکارو د اړولو هڅه ده. نن ورځ، د هېواد دننه، د ټولنې نیمایي برخه، یعنې ښځې او نجونې، له خپلو اساسي حقونو لکه زدهکړې او کار څخه محرومې دي. دا محرومیت یو هدفمند اقدام دی چې د ټولنې لویه برخه نالوستې وساتي او د هغوی اساسي او اسلامي حقونه په ښکاره توګه تر پښو لاندې کړي. دغهراز نوموړی وايي، په همدې حال کې، د جهادي مدرسو د پراختیا او د بشري او معاصرو علومو د حذف له لارې، تنکي ځوانان او ځوانان «افراطیت او تاوتریخوالي ته سوق کېږي.» د هغه په خبره فقر، بېکاري او مهاجرت ورځ تر بلې زیاتېږي. جنسي تاوتریخوالی، جبري ودونه او د کمعمره نجونو ودونه زيات شوي دي. نوموړي د پخوانیو امنیتي ځواکونو او قومي او مذهبي اقلیتونو هدفي او قصدي وژنو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، دې برخه کې فساد او ظلم مخ پر زیاتېدو دي. نصير احمد فايق وايي، د افغانستان د ژغورنې لاره دا ده چې پر داسې یو مشروع، ملي نظام تمرکز وشي چې د خلکو پر اراده، د قانون پر حاکمیت او عدالت ولاړ وي؛ نه دا چې تاریخي بحثونه تاوده کړل شي، هغه بحثونه چې نه د اوسني بحران کومه حللاره وړاندې کوي او نه هم تر اوسه پرته له سیاسي استفادې بل ارزښت لري. دا پهداسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې محمد محقق ويلي وو، چې د ډيورنډ فرضي کرښه په رسميت پېژني، چې د نوموړي همدې څرګندونو پراخ غبرګونونه وپارول.



