رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې روسیه پلان لري د مې له لومړۍ نېټې څخه د «دروژبا» پایپ لاین له لارې له قزاقستان څخه جرمني ته د تېلو صادرات بند کړي. رويټرز دا خبره د درې روسي سرچينو په حواله کړې ده. دغو سرچینو، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې له رویټرز سره خبرې کړې، ویلي چې د تېلو د صادراتو یو تعدیل شوی مهالویش قزاقستان او جرمني ته لېږل شوی دی. د قزاقستان د تېلو د لېږد بندېدل به د جرمني د سون توکو د اکمالاتو لپاره لا زیات ناڅرګندتیا رامنځته کړي، ځکه د ایران جګړه د منځني ختیځ د انرژۍ لېږد ګډوډ کړی. د قزاقستان د تېلو صادرات چې د روسیې د «دروژبا» پایپ لاین له لارې جرمني ته لېږدول کېږي، په ۲۰۲۵ کال کې ټولټال ۲.۱۴۶ میلیونه میټریک ټنه، یا شاوخوا په ورځ کې ۴۳ زره بیرله وو، چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۴۴ سلنه زیاتوالی ښيي او د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ ربع کې ۷۳۰ زره ټنه ثبت شوي دي. د دې صادراتو بشپړ بندېدل به د جرمني د PCK ریفاینري د اړتیا شاوخوا ۱۷ سلنه برخه لهمنځه یوسي، کومه چې په شمال ختیځ ښار شیوډټ کې موقعیت لري او د هېواد له لویو تصفیې فابریکو څخه ده. د روسیې د انرژۍ وزارت سمدستي پهدې اړه څه نهدي ويلي. د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې، هغه د تېلو د صادراتو د بندېدو له کوم اقدام څخه خبر نهدی.



