سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ګوترېش: ښکېل لوري دې هرمزتنګي کې د تګ‌راتګ ازادۍ ته درناوی وکړي

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د هرمز تنګي کې د تګ‌راتګ پر محدودیتونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې د نړیوالو سمندري تګ‌راتګ حقونه باید په بشپړه توګه بېرته عادي شي. د نوموړي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي چې په وروستیو ورځو کې د دې مهمې لارې د وضعیت په اړه «ډېره ګډوډي» رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړې، چې سرمنشي د تېرو ۴۸ ساعتونو سمندري پېښو ته اندېښمن دی او ټینګار کوي چې د هرمز په تنګي کې د تګ‌راتګ ازادي ته باید د ټولو خواوو له لوري درناوی شي. نوموړي همداراز د ملګرو ملتونو دریځ بیا تکرار کړ، چې هېڅ ډول پوځي هدف نشي کولای د ملکي بنسټونو پراخ ویجاړول یا پر ملکي وګړو قصدي کړاو توجیه کړي. نوموړي ټينګار کړی، چې د نړۍ شاوخوا ۱۰ تر ۱۲سلنه د سرې (کیمیاوي سرې) اکمالات اغېزمن شوي او بند پاتې چې له امله یې د سرې، په ځانګړي ډول د یوریا بیې لوړې شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د تېلو بیې هم لوړې شوې، چې دا وضعیت د ملګرو ملتونو پر ادارو او د هغوی د پلان جوړونې او تدارکاتي وړتیاوو مستقیم اغېز کوي.

- Advertisment -spot_img