سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پخوانیو امریکايي پوځیانو له ایران سره د جګړې په اړه لاریون وکړ

لسګونه پخوانیو امریکايي پوځیانو او د نظامي کورنیو غړو په واشنګټن کې د کانګرس په یوه اداري ودانۍ کې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې پر ضد اعتراض کړی. لاریونوالو د جګړې د دوام پر ضد شعارونه ورکړل او له کانګرسه یې د دې جګړې د درولو غوښتنه وکړه. د راپورونو له مخې، د کانګرس پولیسو له شاوخوا ۱۵۰ اعتراض کوونکو څخه تر ۶۰ ډېر کسان نیولي دي. یوه پخواني سرتېري ویلي، جګړې نه یوازې سرتېرو، بلکې ملکي وګړو ته هم درانه زیانونه اړوي. لاریون کوونکو ټینګار کړی، چې د جګړې دوام به انساني او رواني زیانونه زیات کړي او کانګرس باید د دې مخه ونیسي.

- Advertisment -spot_img