فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی، چې اروپايي ټولنه د بشري حقونو د بنسټونو او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې له اندېښنو سره سره، د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه د طالبانو د استازو په ګډون د یوې ناستې پر جوړولو کار کوي. د دغه راپور پر بنسټ، په دې ناسته کې به پر هغو افغان وګړو تمرکز وشي چې په اروپايي هېوادونو کې د اوسېدو قانوني حق نه لري او باید بېرته خپل هېواد ته واستول شي. د طالب چارواکو دغه سفر، چې د اروپا کمیسیون او د یادې ټولنې د څو غړو هېوادونو له خوا همغږی کېږي، افغانستان ته د اروپايي چارواکو تر دوو «اکتشافي» یا لومړنیو سفرونو وروسته ترسره کېږي. یوې ډیپلوماتیکې سرچینې فرانس پرس ته ویلي: «موخه دا ده چې د دوبي له رارسېدو مخکې له هغوی (طالبانو) څخه رسمي بلنه وشي.» یادې سرچینې زیاته کړې چې د طالبانو پلاوی به یو «تخنیکي» ټیم وي. د اروپايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو یوې باخبره سرچینې ویلي: «اروپايي چارواکي د الوتنو او د کابل هوايي ډګر د ظرفیت په اړه معلومات راټولوي او له طالبانو سره پر دې خبرې کوي چې له ایستل شویو کسانو سره به څه کېږي.» خو د اروپا کمیسیون تر اوسه د طالب چارواکو لپاره رسمي بلنه نه ده استولې. په اروپايي هېوادونو کې د بې اسناده کډوالو او هغو کسانو د ایستلو زیاتېدل چې «مجرم» بلل کېږي، پر یوه لویه ننګونه بدل شوي دي؛ ځکه د کډوالۍ په تړاو د خلکو عامه نظر، په ۲۷ غړو هېوادونو کې د ښياړخو ډلو انتخاباتي بریاوې پیاوړې کړې دي. د اروپايي ټولنې شاوخوا ۲۰ هېوادونه پر دې غور کوي چې څنګه افغان کډوال، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په جرمونو محکوم شوي، بېرته افغانستان ته ستانه کړي. جرمني له ۲۰۲۴ میلادي کال راهیسې د قطر په مرسته د چارټر الوتنو له لارې تر ۱۰۰ زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته ایستلي دي او اتریش هم له دغه بهیر څخه پیروي کړې ده. سرچینو فرانس پرس ته ویلي چې د طالبانو د پلاوي سفر په پیل کې د مارچ میاشتې پای ته پلان شوی و، خو اوس د راتلونکو څو اوونیو لپاره تنظیم شوی دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



