د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل کلني راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د ۵.۶ میلیونه ماشومانو په ګډون د څه باندې ۲۰ میلیونه کسانو ملاتړ شوي دي. دغه بنسټ دوشنبه د وري پر ۳۱مه، په خپل راپور کې زیاته کړې، چې دغه کسان له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي. د یونیسف په وینا، ۱۰ میلیونه ماشومانو او میندو د تغذیې اړوند اړین خدمتونه او مواد ترلاسه کړي دي. پر دې سربېره، ۴ میلیونه ماشومانو په ښوونځیو، د ټولنې پر بنسټ ښوونیزو پروګرامونو او بیړنیو حالاتو کې درسي او ښوونیز مواد ترلاسه کړي دي. د راپور له مخې، ۲.۷ میلیونه کسانو د اوبو، حفظالصحې او د روغتیا بېړنیو خدمتونو ته لاسرسی موندلی دی. خو د یونیسف د راپور پر بنسټ، ۲.۲ میلیونه نجونې لا هم له ښوونځیو محرومې دي.



