د طالبانو د رییس الوزرا په یوه نوي فرمان کې د کابل او نورو ښارونو په کچه د کورونو جوړولو ته د مسجد د امام او د سیمې د استازو په تایید سره اجازه وکړل شوې ده. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د کډوالو د راستنېدو په دوام سره، په ځانګړې توګه په کابل ښار کې د کور کرایې په بېساري ډول لوړې شوې دي. دا فرمان چې د محمد حسن آخند له لوري صادر شوی، غوښتونکو ته اجازه ورکوي چې د یو لړ اسنادو په وړاندې کولو سره، لکه شرعي قباله، د مالیې رسېد، یا د ملکیت عرفي اسناد، د کور جوړولو چارې پیل کړي. دغه اسناد باید د مسجد د امام، دوو ګاونډیانو او د گذر د وکیل لخوا تایید شي. د هغه سند پر بنسټ چې د طالب چارواکو لخوا خپور شوی، دا دستور په ټول هېواد کې د پلي کېدو وړ دی او د ښاري پلان لرونکو او بېپلانه برخو لپاره د کور جوړولو اسانه پروسه په پام کې نیسي. په هغو ښارونو کې چې ښاري پلان لري خو په بشپړه توګه نه دی پلي شوی، کور جوړول د سیمهییز تایید او اړینو اسنادو له وړاندې کولو وروسته مجاز ګڼل شوي دي. غوښتونکي باید لیکلې ژمنه ورکړي چې ودانۍ به یې په راتلونکي کې د ښاري پلانونو د پلي کېدو مخنیوی ونه کړي او د اړتیا په صورت کې به د ښاري برنامو سره سم اقدام وکړي. د دې دستور له مخې، کور جوړول تر ډېره د استوګنې د موخو لپاره په پام کې نیول شوي او معمولاً په یوه ټوټه ځمکه کې تر درېیو پوړونو ډېرو استوګنیزو واحدونو د جوړولو اجازه نه ورکول کېږي. په دې ترڅ کې، د ځمکو اداره مکلفه شوې ده چې د کادستر نقشې او د دولتي او شخصي ځمکو لېست د ښاروالیو په واک کې ورکړي ترڅو د ملکیت د تثبیت او جوازونو د صادرولو پروسه اسانه شي. همدارنګه ښاروالۍ مکلفې شوې دي چې په یوه میاشت کې دننه، د کور جوړولو لپاره ممنوعه برخې مشخصې او نقشه کشي کړي. په دغو برخو کې د سېلابونو مسیرونه، د سړکونو دهلېزونه، تاریخي ساحې او نورې محدودې شوې سیمې شاملې دي. دا دستور په داسې حال کې صادرېږي چې افغانستان د استوګنې په برخه کې له زیات فشار سره مخ دی؛ هغه فشار چې لامل یې اقتصادي ستونزې، داخلي بېځایه کېدل او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو راستنېدل بلل کېږي.



