دوشنبه, اپریل 20, 2026
دوشنبه, اپریل 20, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې مرستندویو بنسټونو ته ۷۳.۴ میلیونه ډالر ځانګړي شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی، چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې ۷۱ مرستندویو بنسټونو ته ۷۳.۴ میلیونه ډالره ځانګړي شوي دي. اوچا په خپل راپور کې ویلي چې، دا بودیجه د ۱۱۹ بشري پروژو د پلي کېدو لپاره په نظر کې نیول شوې ده. دې دفتر ټینګار کړی چې د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې د پراخو اړتیاوو له دوام سره، د ژغورونکو مرستو د دوام لپاره پر وخت او انعطاف‌من تمویل ډېر اړین دی. د اوچا په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې هم همدې اندازې بودیجه ۷۱ بنسټونو او ۱۱۹ پروژو ته ځانګړې شوې وه. دغه بنسټ زیاته کړې چې، دا مرستې په افغانستان کې تر ټولو زیان‌منو کسانو ته رسېدلې دي. اوچا مخکې خبرداری ورکړی و چې، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۲ میلیونه خلک په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري. د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره، دې بنسټ د ۱.۷۰ میلیارد ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه. اوچا د افغانستان لپاره د بشري پروژو د مالي ملاتړ د دوام خبر ورکوي، خو ټینګار کوي چې د لوړو اړتیاوو له امله د لا زیاتو بودجو برابرول لا هم یو بېړنی ضرورت دی.

- Advertisment -spot_img