شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هرمز تنګي د ایران تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې نیول شوی

د ایران د خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه خبر ورکړی چې، د هرمز تنګي وضعیت بېرته پخواني حالت ته ګرځېدلی او دا لاره د وسله‌والو ځواکونو تر کنټرول او څارنې لاندې ده. د يادې قرارګاه له لوري خپره شوې اعلامیه کې د هرمز تنګي د بیا بندېدو په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو هغه څه چې «بېرته پخواني حالت ته ستنېدل» بلل شوي، ښايي د دې ستراتیژیک تنګي د بیا محدودېدو معنا ولري. د خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه د شنبې په ورځ، د (اپرېل په ۱۸مه) اعلان کړی چې د هرمز تنګي وضعیت بېرته پخواني حالت ته ګرځېدلی دی. په اعلامیه کې راغلي چې دا ستراتېژیک تنګی اوس د ایران د وسله‌والو ځواکونو تر دقیق کنټرول او مدیریت لاندې دی. دې قرارګاه، چې د پوځي عملیاتو یوه برخه مسوولیت لري، ویلي چې ایران تر دې وړاندې د پخوانیو توافقاتو په چوکاټ کې او د «ښه نیت» پر بنسټ، د تېلو وړونکو او تجارتي بېړیو محدود او تنظیم شوی تېرېدو ته اجازه ورکړې وه. خو په دوام کې ویل شوي چې د امریکا د سمندري محدودیتونو او اقداماتو دوام د وضعیت په بدلون کې رول لوبولی دی. د خاتم‌الانبیاء قرارګاه ټینګار کړی، تر هغه وخته چې د ایران له مبدا او مقصد څخه د بېړیو د آزاد تګ راتګ محدودیتونه لرې نه‌شي، د هرمز تنګي سخت کنټرول او څارنه به دوام ولري. په داسې حال کې چې تهران د هرمز تنګي د وضعیت د عادي کېدو خبره کوي، هم‌مهاله د دې ستراتیژیکې لارې د سخت کنټرول او څارنې پر دوام ټینګار هم شوی دی.

- Advertisment -spot_img