کازین فورم خبري اژانس د قزاقستاني چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې استانه له کابل سره راتلونکو کلونو کې له ۵۰۰میلیون ډالرو څخه ۳میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ حجم لوړولو هوډ لري. د افغانستان په چارو کې د قزاقستان ولسمشر ځانګړي استازي ارکین توکوموف یاد اژانس ته ویلي، د بنسټیزو پروژو پراختیا او د تورغونډۍ – هرات د وسپنې پټلۍ مسیر به د دې موخې په ترلاسه کولو کې اساسي رول ولري. دغه لوړپوړي قزاقستاني چارواکي ویلي، افغانستان نه یوازې دا چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ بازار دی، بلکې نړیوالو بندرونو او سویلي اسیا ټرانزیټي مسیرونو ته د قزاقستان لاسرسي لپاره کلیدي کوریډور هم شمېرل کېږي. د یادونې وړ ده، چې دې وروستیو کې له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان راکړه ورکړه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او د اسلامي امارت چارواکي هم یادو هېوادونو ته د صادراتو او وارداتو د زیاتولو په لټه دي.



