شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سعودي ته د افغان حاجیانو د تګ لړۍ پیل شوه

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت اعلان کړی چې له کابل او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شوی دی. د دې وزارت د حج، عمرې او زیارتونو رئیس، محمد نبي محمدي، په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې سږ کال به ۳۰ زره افغان زبارت کوونکي د ازیانا افغان هوايی شرکت او کام اییر هوايي شرکت په وسیله د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولېږدول شي. د هغه په وینا، دا کسان به د افغانستان له څلورو زونونو څخه په ۹۶ الوتنو کې د سعودي عربستان ته ولېږدول شي. هغه زیاته کړه چې په لومړۍ مرحله کې به ۱۵ زره زیارت کوونکي په ۴۶ الوتنو کې مدینې ته ولېږدول شي، او په دوهم پړاو کې به ۱۵ زره تنه جدې ته انتقال شي. د محمدي په وینا، د حاجیانو د منظم خدمت او ښه هرکلي لپاره د طالبانو یو پلاوی له وړاندې سعودي عربستان ته تللی، څو له قراردادي شرکتونو سره لازم ترتیبات ونیسي. تر دې مخکې، یاد وزارت ویلي و چې د راتلونکي حج لپاره یې د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له دوو شرکتونو او یوه روغتون سره تړونونه لاسلیک کړي دي. د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه شرکتونه او روغتون به د افغان حاجیانو لپاره په مکه، مدینه او مقدسو ځایونو، لکه مینا، عرفان او نورو ځایونو کې بېلابېل خدمات وړاندې کړي. د طالبانو په وینا، دا قراردادونو له «ضیوف‌البیت» او «رواف منا» شرکتونو او همداراز له «مستشفی مرکز مکه‌ الطبی» روغتون سره د حج او عمرې د نړیوال نندارتون په څنډه کې، چې مخکې په جده کې ترسره شوی و، لاسلیک شوي دي. د قراردادونو له مخې، دغه شرکتونه او روغتون به د حج پر مهال د افغان حاجیانو لپاره د ترانسپورټ، استوګنې، خیمو، خوړو او نورو اړینو اسانتیاوو د برابرولو مسوولیت ولري.

- Advertisment -spot_img