د ډلهییز امنیت تړون سازمان خبر ورکړی، چې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د امنیت پیاوړتیا د دې ادارې د کاري لومړیتوبونو څخه ده. د دې سازمان د معلوماتو له مخې، د دغه سازمان سرمنشي طلعتبیک ماسادیکوف په بیشکک کې د قرغزستان له ولسمشر سادیر جپاروف سره په لیدنه کې د دې پولې د امنیت د پیاوړتیا په ګډو پروګرامونو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی. په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیمې د امنیتي وضعیت او نړیوالو بدلونونو په اړه خبرې کړې او د افغانستان پر ثبات یې ټینګار کړی دی. د دې سازمان سرمنشي ویلي چې، افغانستان د سیمې په امنیت کې مهم رول لري او باید د یوه باثباته او سولهییز هېواد په توګه وده وکړي. سربېره پر دې، د ډلهییز امنیت تړون سازمان د امنیتي برخو په اړه د تخصصي ناستو د دوام خبر ورکړی دی. د دې سازمان په وینا، په مسکو کې د معلوماتي امنیت او د سایبري ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ناستې د غړو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شوې دي. همداراز د دې سازمان د چارواکو او په مرکزي اسیا کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ترمنځ هم لیدنه شوې، چې پهکې د همکارۍ پر پراخولي ټینګار شوی دی. دغه سازمان د راتلونکو میاشتو لپاره د ګډو پوځي تمرینونو د پلان جوړولو خبر هم ورکړی دی. د ډلهییز امنیت تړون سازمان وايي چې د پولو د پیاوړتیا تر څنګ د امنیتي همکاریو او د سیمې د ثبات د ساتلو هڅې روانې دي.



