شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران ته د امریکا خبرداری؛ ښايي پر ایران بیا برید وکړم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ایران سره د اوربند د غځولو په اړه یې لا پرېکړه نه‌ده کړې او په دې برخه کې یې څرګند دریځ نه‌دی نیولی. نوموړي د هوايي الوتکې پر سر خبریالانو ته ویلي: «زه نه پوهېږم، ښايي اوربند ونه غځوم، خو بندیز به دوام ولري.» ټرمپ زیاته کړې چې که تر ټاکلې نېټې پورې کومه موافقه رامنځته نه شي، نو امریکا به بیا د پوځي بریدونو لوري ته ستنېږي. هغه ویلي: «له بده مرغه ښايي بیا بمبارۍ پیل کړو.» دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی لوړ شوی او د سیمې وضعیت لا هم کړکېچن بلل کېږي. کارپوهان وایي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې د زیاتېدو احتمال کولای شي د نړیوال امنیت او د انرژۍ بازارونو لپاره جدي پایلې ولري.

- Advertisment -spot_img