چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یو ځل بیا په سیمه کې د جګړې پر پایته‌رسېدو د فرانسې ټینګار

د فرانسې ولسمشر، امانوئل مکرون د امریکا او ایران له ولسمشرانو سره په سیمه کې د وروستیو تحولاتو او د کړکېچ پراخېدو پر مخنیوي خبرې کړې دي. مکرون په اېکس‌پاڼه لیکلي، چې له ډونالډ ټرمپ او مسعود پزشکیان سره د امریکا او ایران ترمنځ د تېرو مذاکراتو په اړه خبرې کړې دي. نوموړي ټینګار کړی چې په سیمه کې باید د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیول شي او اوسني اوربند ته دې ټول اړخونه ژمن پاتې شي. د فرانسې ولسمشر همداراز د «هرمز تنګي» پر پرانیستلو هم ټینګار کړی او په وینا یې چې راتلونکې جمعه به په پاریس کې له بریټانیا سره په دې اړه ناسته ولري. امانوئل مکرون تر دې مخکې هم ویلي وو چې د امریکا – اسرائیل له لوري په سیمه کې پيل شوی کړکېچ باید ژر تر ژره پایته ورسېږي او ټینګار یې کړی چې فرانسه به په هېڅ ډول دغه تاوتریخوالي کې ور ګډ نه‌شي. د یادولو ده چې په وروستیو کې د امریکا او فرانسې د ولسمشرانو ترمنځ د وروستیو تحولاتو په اړه ځینې لفظي شخړې هم رامنځته شوې دي.

- Advertisment -spot_img