سه شنبه, اپریل 14, 2026
سه شنبه, اپریل 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

“ايران د پنځه کلونو لپاره د اټومي فعاليتونو د ځنډولو وړانديز کړی”

نيويارک ټايمز راپور ورکړی، چې ايران د پنځه کلونو لپاره د اټومي فعاليتونو د ځنډولو وړانديز کړی دی. د راپور پر اساس امريکا وايي، ايران بايد اټومي فعاليتونه د ۲۰ کلونو لپاره وځنډوي. سره له‌دې چې په‌دې اړه د پاکستان په کوربه‌ټوب اسلام‌اباد کې د دواړه لوريو ترمنځ اوږدې خبرې اترې شوي، خو کومې هوکړې ته ونه رسېدل. که څه هم ايران او امريکا په‌دې اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ويلي، خو ايراني رسنيو اسلا‌م‌اباد کې د خبرو له ناکامېدو وروسته ويلي وو، چې د دواړه لوريو ترمنځ د هرمز تنګي او اټومي پروګرام په اړه خبرو کې اختلافات موجود وو، چې له دې امله کومې هوکړې ته ونه رسېدل او خبرې بې‌پايلې شوې. بل پلو د بېلابېلو هېواونو مشرانو منځني ختيځ کې د کړکېچ د ختمولو غوښتنه کړې او له امريکا او ايران يې غوښتي چې اوربند وغځوي او خبرو اترو ته دوام ورکړي.

- Advertisment -spot_img