چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د امریکا او ایران تر منځ مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل

له څو ساعتونو اوږدو خبرو اترو وروسته د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس اعلان وکړ، چې له ایران سره هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې. جي‌ډي ونس په یوې خبري غونډه کې ویلي: «موږ هوکړې ته ونه رسېدو، ځکه هغوی زموږ شرطونه ونه منل. نوموړي وویل موږ ۲۱ ساعته مذاکرات وکړل، بحثونه بنسټیز وو، خو بده خبره دا ده چې بیا هم هوکړې ته ونه رسېدو.» نوموړي زیاته کړې، چې د دې ناکامۍ پایلې به د ایران لپاره تر امریکا ډېرې منفي وي، او ټینګار یې کړی، چې دا مذاکرات «بریالي نه وو». د هغه په وینا، امریکايي پلاوی به بېرته واشنګټن ډي‌سي ته ستون شي.

- Advertisment -spot_img