د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د طالبانو په بندخونو کې د شکیباحمد نظري، بشیر هاتف، حمید فرهادي او یو شمېر نورو خبریالانو د وضعیت په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. یاد سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو چې پر اېکس پاڼه خپره کړې، ویلي چې د موندنې له مخې د بشیر هاتف او شکیب نظري روحي او رواني وضعیت ښه نه دی او د دوی د روغتیايي وضعیت په اړه هر ډول بې تفاوتي د بشري حقونو او د بیان ازادۍ د اصولو پر وړاندې لویه جفا ده. امسو له طالبانو غوښتي، چې یاد خبریالان پرته له کوم قید او شرط سملاسي خوشې کړي. د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان په وینا هغوی یوازې د اطلاع رسونې سپېڅلې دنده ترسره کړې او اطلاع رسونه نه یوازې دا چې جرم نه دی، بلکې د یوې سالمې ټولنې د پوهاوي او پرمخگ بنسټیزه ستنه ده. وړاندې په اعلامیه کې ویل شوي، په بند خونو کې د خبریالانو ساتل، په ځانگړې توگه کله چې هغوی له سختو رواني فشارونو سره مخامخ وي، د اسلامي او نړیوالو قوانینو او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی. همدا شان، امسو له ملگرو ملتونو، د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې (CPJ)، د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) او نورو بشرپاله بنسټونو څخه غوښتي چې د افغان خبریالانو د ژوند خوندیتوب لپاره خپلې هلې ځلې گړندۍ کړي. اعلامیه کې ویل شوي چې د خبریالانو نیول او په ناڅرگندو شرایطو کې د هغوی ساتل په افغانستان کې د اطلاع رسونې په برخه کې د ویرې او ډار فضا رامنځته کړې ده. په پای کې د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان ټینګار کړی چې د خپلو همکارانو د غږ پورته کولو او د هغوی د حقونو د اعادې لپاره به له هرې ممکنې او قانوني لارې کار اخلي.



