د بدخشان ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ په یوه زر مینځنې کارځای کې د اوبو د ناڅاپي راټولېدو له امله لږ تر لږه څلور کارګر خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د شهربزرګ لپاره د طالبانو ولسوال، عبدالراشد رشاد، ویلي چې د پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو. هغه ټینګار کړی، چې دا لومړنۍ شمېرې دي او ښایي د مړو شمېر نور هم لوړ شي. د نوموړي په وینا، د بند پاتې کسانو د ژغورنې هڅې لا هم روانې دي او د مرستندویو ډلو ټیمونه د پېښې په ځای کې حضور لري. ځايي سرچینو هم ویلي، چې د پېښې پر مهال له ۱۰۰ څخه زیات کارګران په یاد کارځای کې پر کار بوخت وو. خو تر اوسه لا هم څرګنده نه ده، چې له دغو کارګرو څخه څومره کسان د اوبو او خاورو لاندې بند پاتې دي.



