جمعه, اپریل 17, 2026
جمعه, اپریل 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسرائیلو غزه کې د الجزیرې خبري شبکې خبریال وژلی

په غزه کې د خبریالانو د مرګ‌ژوبلې لړۍ لاهم دوام لري او تازه راپورونه ښيي، چې د اسرائیلو له لوري یو بل خبریال هم وژل شوی دی. د الجزیرې خبري شبکې خبریال، محمدوشاح د غزې ښار لوېدیځ لوري ته د یوې بې‌پیلوټه الوتکې (ډرون) په برید کې وژل شوی دی. نوموړی د سیمې له هغو خبریالانو څخه و، چې د جګړې له لومړۍ کرښې یې د پېښو ژوندۍ خپرونې کولې. د سرچینو له مخې، محمد وشاح لږترلږه د الجزیرې خبري شبکې دوولسم خبریال دی، چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر راهیسې، د غزې پر وړاندې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی. دا پېښه د رسنیو پر کارکوونکو د بریدونو په اړه نړیوالې اندېښنې لازیاتوي. په ټولیز ډول، راپورونه ښيي، چې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه په غزه کې لږترلږه ۲۶۲ خبریالان وژل شوي دي. سربېره پر دې، ویل کېږي چې د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر له اوربند وروسته هم چې تمه کېده تاوتریخوالی به کم کړي، لږترلږه ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي. نړیوالو بنسټونو او د بیان ازادۍ ملاتړو سازمانونو یو ځل بیا پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی، چې د خبریالانو خوندیتوب ته درناوی وکړي او د نړیوالو بشري قوانینو مراعات یقیني کړي.

- Advertisment -spot_img