نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې دا مهال امریکا او ایران د یو شمېر هېوادونو په منځګړیتوب د ۴۵ ورځني احتمالي اوربند لپاره د شرایطو په تړاو خبرې کوي. د رویټرز په راپور کې ویل شوي، چې دا اوربند به د جګړې ختمېدو لپاره زمینه برابره کړي. دا راپور وروسته له هغه خپرېږي، چې پرون د امریکا ولسمشر، ډونالډ ایران ته په خورا تونده لهجه ګواښ وکړ، چې ایران دې «هرمز تنګی» پرانیزي، ګنې راتلونکې سېشنبې به د ایران برېښنایي تاسیسات او پلونه په نښه شي. ټرمپ ایران ته په خطاب کې وویل: “اې لېونیانو، دا لعنتي تنګی پرانیزئ” د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ دا خبرداری د نړیوالو رسنیو سرټکی جوړ شو او د ډېرو کارپوهانو غبرګونونه یې راوپارول. د کارپوهانو په وینا چې په دومره لوړه کچه سیاستمدار باید دا ډول لهجه ونه کاروي. بله خوا ایراني چارواکو د ټرمپ تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی و، چې دوی له امریکا سره هېڅ ډول خبرې اترې نه دي کړي. ایران خبرداری ورکړی و، چې تر هغو پر دوی تپلشوې جګړه دوام ولري، د دوی بریدونه به هم روان وي.



