د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر، عطاالله تراړ، ادعا کړې چې په وروستیو نښتو کې ۷۹۶ د طالبانو او پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) غړي وژل شوي او څه باندې ۱۰۴۳ نور ټپیان شوي دي. هغه د «فتنهالخوارج» اصطلاح کارولې، چې پاکستاني چارواکي یې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) لپاره کاروي. تراړ د یکشنبې په ورځ( د وري په ۱۶مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغو عملیاتو کې ۲۸۶ اډې لهمنځه وړل شوي او ۴۴ نورې اډې د پاکستاني ځواکونو لاس ته ورغلې دي. د هغه په ادعا، په دغو نښتو کې ۲۴۹ ټانکونه، زغرهوال وسایط، توپخانې او بېپیلوټه الوتکې هم لهمنځه وړل شوي او د «ترهګرو» ۸۱ مرکزونه او اړوند زېربناوې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلې دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر زیاته کړې، چې د اپرېل د ۲ او ۳ نېټې په شپه هم د غلامخان په سرحدي سیمه کې پر یوې پوستې د طالبانو د برید هڅه شنډه شوې، چې د هغه په وینا، شاوخوا ۳۷ تنه وژل شوي او له ۸۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان ادعا کوي، په دغو نښتو کې پاکستان ډېری ملکي وګړي په نښه کړي؛ هغه ادعا چې اسلاماباد یې ردوي. طالبانو په وروستي مورد کې ادعا کړې، چې د فبرورۍ له ۲۲مې د اپرېل تر ۴مې پورې د پاکستان په بریدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۲۶ نور ټپیان شوي دي.



