یکشنبه, اپریل 19, 2026
یکشنبه, اپریل 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستاني رسنیو د افغانستان، پاکستان او چین درې‌اړخیزه غونډه پرمختګ بللی

د پاکستان، افغانستان او چین چارواکو د چهارشنبې په ورځ د چین په ارومچي ښار کې د درې‌اړخیز میکانېزم تر چوکاټ لاندې غونډه وکړه. د دې غونډې په اړه پرون ځینو پاکستاني رسنیو ویلي وو چې بې نتیجې پای ته ورسېده. خو ډان او څو نورو پاکستاني ورځپاڼو ویلي چې دا غونډه د دوو هیوادونو په اړیکو کې یو پرمختګ دی. وروسته له هغه چې پاکستان د فبرورۍ په ۲۶مه پر افغانستان بې دلیله بریدونه وکړل، د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیک تماسونه تر ډېره درېدلې وو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دا غونډه په بشپړه معنا د منځګړیتوب هڅه نه وه. هغه زیاته کړه چې غونډه د وروستي تاوتریخوالي په اړه د نظرونو د تبادلې لپاره وه او د کومې مهمې پایلې تمه ترې نه کېده، خو باور دا و چې چین د باور جوړونې اقداماتو لکه د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو لپاره هڅې کوي. دا خبرې له هغې وروسته لومړنی مهم ډیپلوماتیک تماس و، چې پاکستان د فبرورۍ په ۲۶مه پر افغانستان یرغل پیل کړ، هغه بریدونه چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې سختې خرابې کړې. دا په داسي حال کې ده چې پاکستان تر اقتصادي فشار لاندې د افغانستان د لارو د بندېدو له کبله له لا نور فشار سره مخامخ شوی دی.

- Advertisment -spot_img