د امریکا فضایي ادارې (ناسا) د امریکا له فلوریډا څخه څلور ستور مزلي د “ارټمیز ۲” ماموریت په چوکاټ کې فضا ته واستول. رویټرز راپور ورکړی، چې دغه تاریخي ماموریت د سپوږمۍ له شاوخوا د راتاوېدو او بېرته ځمکې ته د راګرځېدو په موخه ترسره شوی او ۱۰ ورځې به ونیسي. دا سفر سپوږمۍ ته د راتلونکو سفرونو او دغې سیارې ته تر څه باندې ۵ لسیزو وروسته یو ځل بیا د انسان د ورګرځېدو د هڅو لومړۍ برخه ده. په دې ماموریت کې درې امریکایي او یو کاناډایي ستور مزلی استول شوی دی. د ناسا چارواکو ویلي، چې د دې ماموریت اصلي برخه د سپوږمۍ پر مخ د انسانانو ښکته کېدل او د یوه کوچني فضایي مرکز جوړېدل دي څو انسانان د څه وخت لپاره هلته پاتې شي.



