اسوشیتد پرس خبري اژانس د ترکیې چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د افغان کډوالو یوه کښتۍ په ایجین سمندر کې ډوبه شوه، چې له امله یې د یو ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي دي. د ترکیې د ساحلي ساتنې ادارې په وینا، دغه کښتۍ چې لسګونه افغان کډوال یې لېږدول، د امنیتي ځواکونو له پرلهپسې خبرداریو سره سره ونه درېدله او په تیز رفتار یې د تېښتې هڅه کوله. چارواکي وایي چې کښتۍ په خرابو سمندري څپو کې اوبه واخیسته او وروسته ډوبه شوه. د راپور له مخې، دا پېښه د ترکیې د بودروم ښار ته نږدې رامنځته شوې ده. ژغورونکو لږ تر لږه ۲۰ کسان له اوبو څخه ژغورلي، خو یو بل کس لا هم ورک بلل کېږي او د لټون عملیات دوام لري. چارواکو ویلي چې ټول سپاره کسان افغانان وو، او مړو کې یو ماشوم هم شامل دی. د ژغورنې په عملیاتو کې د سمندري ځواکونو ترڅنګ یو چورلکه هم کارول شوې ده. ایجین سمندر د ناقانونه کډوالۍ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي، چې ډېری کډوال هڅه کوي له ترکیې څخه د یونان ټاپوګانو ته ولاړ شي، خو د خرابو کښتیو او خطرناکو شرایطو له امله دا سفرونه اکثره مرګوني تمامېږي.



