د فرانسې د ولسمشر امانويل مکرون دفتر خبر ورکړی، چې د ډونالد ټرمپ د هغو څرګندونو له امله چې پاریس د ایران پر ضد په جګړه کې همکاري نه کوي «حیران شوي» او ټینګار يې کړی دوی به خپل دريځ بدل نه کړي. د دې دفتر په وینا، فرانسې د جګړې له پیل څخه خپل دریځ نه دی بدل کړی او لا هم په هماغه سیاست پابنده ده. دغه غبرګون وروسته له هغه څرګند شو چې ټرمپ په تروث سوشال کې لیکلي وو چې فرانسې «هیڅ همکاري نهده کړې» او امریکا به دا خبره په یاد ولري. په همدې حال کې د فرانسې پوځ مخکې اعلان کړی و چې اجازه نه ورکوي د دې هېواد له هوايي حریم څخه د ایران پر ضد د بریدونو لپاره کار واخيستل وشي. خو ویل شوي چې، دغه محدودیت په هغه صورت کې چې د فرانسې د متحدینو د دفاعي ملاتړ هدف وي، په موقتي ډول لرې کېدی شي. دغهراز فرانسې پر خپل دریځ ټینګار کړی چې پر ایران باندې بریدونو کې برخه نه اخلي او د ټرمپ انتقاد یې غیر متوقع ګڼلی دی.



