چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د امريکا استازو جرګې د افغان نجونو د حقونو او ملاتړ طرحه تصويب کړه

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د سې‌شنبې په ورځ (مارچ ٣١مه) یوه مهمه طرحه تصویب کړه، چې موخه یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ دی. دا طرحه، چې د دواړو سیاسي ګوندونو ملاتړ یې درلود، د استازې سیډني کاملاګر ډوو له خوا وړاندې شوې وه. دغه طرحه چې «د افغان ښځو او نجونو د له منځه وړلو د مخنیوي قانون» بلل کېږي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روانو محدودیتونو ته د نړیوال غبرګون د پیاوړتیا لپاره طرحه شوې ده. د قانون له مخې، د امریکا حکومت مکلف کېږي چې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره ځانګړې تګلارې جوړې او عملي کړي. د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه (markup) کې، استازې کاملاګر-ډوو د خپلې وینا پر مهال وویل چې، افغان ښځې له سختو محدودیتونو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د هغوی د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي. هغې زیاته کړه، چې دا قانون به د امریکا د بهرني سیاست په چوکاټ کې د ښځو د حقونو موضوع لا پیاوړې کړي. په دغه غونډه کې د دواړو ګوندونو غړو د دې طرحې ملاتړ وکړ، چې دا د امریکا په سیاست کې د افغان ښځو د وضعیت پر وړاندې د نسبي اجماع څرګندونه کوي. د کمېټې غړو ټینګار وکړ، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر تعلیم، کار او ټولنیز ژوند بندیزونه د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده. د یادونې وړ ده، چې دا طرحه لا تر اوسه د قانون وروستۍ بڼه نه ده اخیستې او باید د استازو جرګې عمومي غونډې او وروسته د سنا له خوا هم تصویب شي. که دا ټول پړاوونه بشپړ شي، نو تمه ده چې دا به د افغان ښځو د ملاتړ لپاره یو مهم قانوني ګام وګرځي. دا پرمختګ په داسې حال کې کېږي چې نړیوال بنسټونه په وار وار په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه څرګندوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو فشار زیات کړي. کارپوهان وايي، که څه هم دا ډول قوانین سمبولیک ارزښت هم لري، خو کولی شي د نړیوالو فشارونو په زیاتېدو او د بشري حقونو د موضوع په ژوندۍ ساتلو کې مهم رول ولوبوي.

- Advertisment -spot_img