جمعه, اپریل 17, 2026
جمعه, اپریل 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د منځني ختيځ کړکېچ؛ هسپانيې د امريکا پر وړاندې خپل هوايي حريم تړلی

هسپانیې د لوېدیځې اسیا د روان کړکېچ په تړاو مهم ګام پورته کړی او خپل هوايي حریم یې هغو امریکایي الوتکو ته تړلی، چې د ایران له شخړې سره تړاو لري. د هسپانیې دفاع وزیرې مارګريتا روبلز په رسمي توګه تائید کړه، چې مادرید دا پرېکړه کړې ده، څو د خپلې خاورې او فضا له کارولو څخه په هغو پوځي عملیاتو کې مخنیوی وکړي، چې د لوېدیځې اسیا له کړکېچ سره تړلي دي. هغې زیاته کړه، چې هسپانیې لا له وړاندې هم متحده ایالاتو ته اجازه نه ده ورکړې، چې په هسپانیه کې له شته ګډو پوځي اډو څخه د همدې کړکېچ په تړاو عملیات ترسره کړي. دا اقدام د دې ښکارندویي کوي، چې هسپانیه غواړي په سیمه کې د پوځي تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیسي او خپله بې پرې دریځ وساتي. د راپورونو له مخې، دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې، چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ زیات شوی او په لوېدیځې اسیا کې د جګړې د پراخېدو اندېښنې ډېرې شوې دي. د هسپانیې حکومت، چې مشري یې لومړی وزیر پېدرو سانچېز کوي، په دې وروستیو کې په سیمه کې د امریکا او اسرايیلو د پوځي اقداماتو له سختو منتقدینو څخه شمېرل کېږي. د هسپانيې حکومت په پرله‌پسې ډول ټینګار کړی، چې د شخړو حل باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې وشي، نه د پوځي اقدام له لارې. شنونکي وایي، د هسپانیې دا دریځ ښيي، چې په اروپا کې هم د لوېدیځې اسیا د کړکېچ په اړه د نظرونو اختلاف شته او ځینې هېوادونه د پوځي لارې پر ځای د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي. تمه ده چې د هسپانیې دا پرېکړه به د ناټو په چوکاټ کې هم بحثونه راولاړ کړي، ځکه چې دا هېواد د لوېدیځو پوځي ايتلافونو مهم غړی بلل کېږي.

- Advertisment -spot_img