د بشر حقونو نړیوال بنسټ وایي، پاکستان د فرضي کرښې په اوږدو کې پرتو ولایتونو پکتیکا، خوست او کونړ کې پر ملکي سیمو درنې وسلې او بېتفکیکه هاوان مرمۍ ویشتلې دي، چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي. دغه بنسټ د پاکستان پوځي رژیم څخه غوښتي، چې پر ملکي سیمو بریدونه ودروي. له دې مخکې هم د پاکستان پوځي رژیم د هوايي بریدونو له امله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. د دغو بریدونو تر ټولو خونړۍ پېښه په کابل کې د روږدو درملنې پر یوه مرکز برید و چې له امله یې له ۴۰۰ ډېر کسان شهیدان او له ۲۵۰ ډېر نور ټپیان شول. په همدې حال کې، د بشري حقونو نړۍوال بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې، په ځانګړي ډول په پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو ملکي سیمې په نښه کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو ځواکونو «په مستقیم ډول ملکي وګړي او د هغوی کورونه» په نښه کړي او له امله یې تر اوسه لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. دغه بنسټ زیاتوي چې د درنو وسلو کارول د دې لامل شوي چې ګڼې کورنۍ خپل کورونه پرېږدي او له همدې امله په سیمه کې د یوه بشري ناورین رامنځته کېدو اندېښنې زیاتې شوې دي. د اعلامیې له مخې، پر استوګنیزو سیمو بېهدفه یا ړانده بریدونه چې د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي، ښکاره جنګي جنایت بلل کېږي. د بشر حقونو نړیوال بنسټ دغه راز له ملګرو ملتونو او د بشر حقونو نړیوالو بنسټونو څخه د دغو سرغړونو په تړاو د پلټنو او د مسولو کسانو پر وړاندې د اړینو اقداماتو د تر سره کولو غوښتنه کړې ده.



