د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې، د بشري حقونو فعالانو، افغانانو او کډوالو ټولنې له لوري د پاکستان له لوري پر افغانستان د هوايي بریدونو پر ضد لاریونونه وشول. لاریونوالو پر افغانستان د پاکستان بریدونه، چې پر مهال یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر ملکیان شهیدان شول وغندل او هغه یې د پاکستان له لوري له بشري حقونو ښکاره سرغړاوی وباله. لاریونوالو له ځانونو سره د دغو بریدونو د ګڼو قربانیانو عکسونه له ځانه سره وړي وو او د پاکستان له لوري یې د ملکيانو پر وژنه وغندله. هغوی له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له سازمانونو او ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه، چې پر افغانستان د پاکستان له لوري پر دغه تېري چپ پاتې نه شي. پاریس کې دا لاریونونه داسې مهال کېږي، چې پاکستان لوري په کونړ تازه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنو ته مرګژوبله اړولې.



