د فایننشال ټایمز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، چې د ایران د نفتو د لاس ته راوړلو لپاره د خارک ستراتیژیکه ټاپو نیول یې د غوره انتخابونو په کتار کې دی او زیاته کړې يې ده، چې که ټاپو ونیول شي، ښایي امریکا هلته د یوې مودې لپاره پاتې شي، خو د هغه په خبره، د ایران دفاع کمزورې ده او نیول به يې اسانه وي. ټرمپ همدا راز ویلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د بهیر لپاره د پاکستان د منځګړتوب هڅې ښې روانې دي او امکان شته چې د اوربند توافق په چټکۍ سره وشي. نوموړي څرګنده کړې، چې امریکا په تېرو بریدونو کې شاوخوا ۱۳ زره اهداف په ایران کې په نښه کړي او شاوخوا ۳ زره پاتې دي.



