یکشنبه, اپریل 19, 2026
یکشنبه, اپریل 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سېلابونو په ۲۵ ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي

د طالبانو تر ولکه لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې خبر ورکړی، په تېرو څلورو ورځو کې کې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د سېلابونو، غره ښويېدنې او تندر پرېوتو له امله د درنو مالي زیانونو تر څنګ ۲۸ تنه مړه او ۴۹ ټپیان شوي دي. د یادې ادارې د اطلاعاتو او خپرونو رییس او ویاند، حافظ محمد یوسف حماد ویلي، یاده مرګ‌ژوبله په کابل، کاپيسا، پروان، پنجشېر، بامیان، دایکندي، پکتیا، پکتیکا، لوګر، زابل، کندهار، هلمند، هرات، غور، بلخ، بادغیس، سمنګان، سرپل، بغلان، تخار، جوزجان، فاریاب، بدخشان، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې اوښتې ده. حماد ویلي چې په یادو ولایتونو کې ۵۶۸ کورونه، ۹۳ کیلومتره سړکونه، ۲۹۰۱ جریبه کرنیزې ځمکې او ۵۳ د اوبو څاه‌ګانې او شبکې هم تخریب شوې دي.

- Advertisment -spot_img