د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیا د ملتونو جام ته د لار موندنې په لړ کې سبا د سې شنبې په شپه د سوریې له پیاوړي ټیم سره مخ کېږي. دا لوبه د کابل پر وخت د شپې په ۸:۴۵ بجو پیلېږي او د افغانستان د فوټبال فدراسیون ويلي چې ملي لوبغاړو لا دمخه په سعودي عربستان کې خپلې تمریناتي لوبې پیل کړې دي. دا حساسه لوبه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ملي لوبډلې ۱۰ ستوري لوبغاړي د بېلابېلو ستونزو له امله له لوبو لاس په سر شوي دي. د فوټبال فدراسیون په وینا، کورنۍ ستونزې، په منځني ختیځ کې د جګړې له امله امنیتي اندېښنې او په خپلو کلبونو کې ټپي کېدل هغه اصلي لاملونه دي، چې له امله یې اویس عزیزي، جبار شرزه، فیصل احمد حمیدي او جمشید اچکزي په ګډون لسو لوبغاړو له لوبېدلو ډډه کړې ده. سره له دې، چې ملي لوبډله له سختو ننګونو سره مخ ده، خو پاتې لوبغاړو د سعودي عربستان په جده ښار کې خپل لومړی تمریناتي پړاو بشپړ کړی دی. افغان مینه وال هیله لري، چې نوي ځوانان به د سوریې پر وړاندې ښه وځلېږي او د اسیا ملتونو جام ته د رسېدو چانس به ژوندی وساتي.



