یکشنبه, اپریل 19, 2026
یکشنبه, اپریل 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې وروستي اورښتونه د کرنیزو محصولاتو د ودې لپاره ګټور بلل شوي

په افغانستان کې د پرله‌پسې اورښتونو پر دوام، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان راتلوونکې یوه اوونۍ هم درانه اورښتونه اټکل کړي دي. د دې ادارې د اټکل له مخې، د افغانستان د مرکزي، ختیځو او سوېل‌ختیځو ولایتونو په ځینو سیمو کې به د مارچ له ۳۰مې تر اپرېل ۵مې پورې درانه اورښتونه وشي، او دا یې د للمي کښت لپاره ګټور بللي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په اېکس همدا راز لیکل شوي چې په افغانستان وروستي بارانونه د کرنیزو محصولاتو د ودې لپاره ګټور دي. بله خوا د طالبانو تر ولکې لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت هم ویلي چې د وروستیو اورښتونو له امله د هېواد یو شمېر بندونه له اوبو ډک شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دریو اوونیو راپدېخوا د هېواد په ډېرو سیمو کې شدید ورښت ادامه لري چې یو شمېر هېوادوالو ته یې ځاني او درانه مالي زیانونه هم اړولي دي. له دې سره جوخت ډېر شمېر هېوادوال دغو ورښتونو ته خوښ دي او دا د اباد کال لپاره ګټور بولي.

- Advertisment -spot_img