د متحده عربي اماراتو (صوت الامارات) ویبپاڼې راپور ورکړی؛ د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې د مارچ په ۳۱مه به د افغانستان له مشرانو سره خبرې وکړي. د دې اقدام موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د زياتېدونکو کړکېچونو کمول او د امنيتي او سياسي همکارۍ د پياوړتيا د لارو لټول دي. رسمي سرچينو تائيد کړې، چې په راتلونکې غونډه کې به د دواړو خواوو جګپوړي چارواکي ګډون وکړي. پر يو شمېر لانجمنو موضوعاتو به بحث وشي، چې تر ټولو مهم يې سرحدي امنيت او د وسلهوالو ډلو پر ضد مبارزه ده. دا غونډه به د کډوالو مسئلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي. صوت الامارات د خپلو سرچینو نوم نه دی ښودلی، خو لیکلي یې دي؛ دا ګام په داسې حال کې اخيستل کېږي، چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ډېرې ترینګلې شوي او د شدیدو نښتو سبب شوي دي. ویبپاڼه زیاتوي، همدې حالت اسلامآباد اړ کړی، چې خپلې ډيپلوماټيکې هڅې ګړندۍ کړي څو بحران کنټرول کړي. څارونکي باور لري، چې دا راتلونکې خبرې اترې د دواړو لورو ترمنځ د باور د بيا رغونې لپاره يو مهم فرصت دی. همدا راز به دا د همغږۍ د ګډو ميکانيزمونو په جوړولو کې مرسته وکړي، چې د سيمې ثبات ته ملاتړ برابروي، په ځانګړي ډول هغو امنيتي ننګونو ته په کتو چې د دواړو هېوادونو ګډ سرحد ورسره مخامخ دی. ویبپاڼې ويلي، تمه کېږي چې دا غونډه به لومړني تفاهمونه رامنځته کړي او د نورو راتلونکو غونډو لپاره به لاره هواره کړي، څو د پراخو هڅو په چوکاټ کې د سيمې ثبات پياوړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچونه راکم شي. د افغانستان د طالبانو حکومت او اسلام اباد تراوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي. خو پاکستان د جرګو په شکل هڅې پیل کړي دي.



