افغان خبریالې لینا روزبه د بي بي سي هغو سپوږميیزو اسنادو ته په اشارې، چې په کې د پاکستان لخوا د افغانستان د خاورې لاندې کول ثابت شوي، پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو نيوکه کړې او هغوی یې د پاکستان “اصلي لابي ګران” بللي دي. لینا روزبه ویلي چې د طالبانو لابي ګران شعار ورکوي، چې ګواکې طالبان له پاکستان سره مخالف دي او حتی تر اسلام اباد پورې به یې درته فتحه کړي، خو په حقیقت کې دوی د افغانستان خاوره پاکستان ته تسلیموي. نوموړې له دغو “ساده لوحه” لابيګرانو پوښتلي، چې د بي بي سي د دغه ثبوت په لیدو سره اوس ووایئ چې د پاکستان واقعي جاسوسان او ملاتړي څوک دي؟ روزبه ادعا کوي، چې طالبان په شعوري ډول د افغانستان خاوره ذره ذره پاکستان ته سپاري او هغه کسان چې د طالبانو پر مېړانه باور لري، له اصلي حقیقته بېخبره دي. بله خوا د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سلېمانخېل د بي بي سي هغو سپوږميیزو انځورونو ته په اشارې ويلي، چې په کې د افغانستان په خاوره کې دننه د پاکستان حصارکشي ښودل شوې، پر طالبانو سختې نیوکې کړي دي. نوموړې ویلي چې د سپوږمکۍ انځورونه په ښکاره ثابتوي، چې پاکستان د افغانستان په حریم کې دننه اغزن تار تېر کړی دی. سلېمان خېل پوښتلي: “طالبان په دقیق ډول پر څه باندې حکومت کوي، که چېرې دوی د هېواد د یوې لوېشت خاورې دفاع هم نه شي کولی؟” د هغې دا پوښتنه په حقیقت کې د طالبانو د هغو ادعاوو په وړاندې یو جدي چلنج دی، چې ویي د هېواد ټولې پولې یې تر کنټرول لاندې دي.



