سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

رواداري: په مرموزو وژنو کې د طالبانو د لاس لرلو شواهد شته

رواداري ویلي چې په مرموزو وژنو کې د طالبانو د استخباراتو د لاس لرلو معتبر شواهد شته. نوموړي بنسټ چهارشنبه د وري پر ۵مه په یوه راپور کې لیکلي چې په دغو قضیو کې چې خلکو هڅه کړې دا پیښې مستندې کړي او په اړه يې معلومات ورکړي، سملاسي طالبانو نيولي او بندیان کړي دي. رواداري ټينګار کړی چې طالبان د مخکېني حکومت د کارکوونکو، قومي مشرانو او خپلو سیاسي او فکري مخالفانو وژنې له ناڅرګندو وسله‌والو سره تړي. د راپور له مخې، طالبان په بېلابېلو بڼو د قربانیانو پر کورنیو فشار راوړي، چې له هر ډول عدالت غوښتنې ډډه وکړي. نوموړي بنسټ زیاته کړې، چې د مرموزو وژنو قضیو ته د رسیدګۍ په برخه کې پاتې راتلل ښیي، چې طالبانو د خلکو د امنیت او خوندیتوب د ډاډمنولو په برخه کې پر خپلو قانوني مسوولیتونو عمل نه دی کړی. د راپور له مخې، دوامداره معافیت په هېواد کې د وېرې او ډار چاپېریال رامنځته کړی دی.

- Advertisment -spot_img