سرچینې وايي، د امریکا له لوري ایران ته د اوربند پلان رسېدلی، خو ایراني چارواکي او ډیپلوماتان بیا له واشنګټن سره د هر ډول مذاکراتو راپورونه جعلي بولي، او پر ایران د «تپلشوې» جګړې پر دوام ټینګار کوي. څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تهران ته خبرداری ورکړ، چې که په ۴۸ ساعتونو کې «هرمز تنګی» ونهپرانیزي، متحده ایالات به د ایران برېښنایي تاسیسات په نښه کړي. [یانې ټول ځواک به وکاروي، او ایران به له پښو وغورځوي.] خو د یوې ورځې په تېرېدو سره ټرمپ د امریکا جګړې وزارت ته ‘د یوې ادعا په څرګندولو سره’ امر وکړ چې د دغه ضربالعجل له مخې د یران پر وړاندې پوځي اقدام پنځو ورځو ته وځنډوي. ټرمپ وویل، چې دا مهال یې له ایران سره خبرې پیل کړې، او که مذاکرات همداسې روان وي، ژر به هرمز تنګی پرانیستل شي او په منځني ختیځ کې به جګړه پایته ورسول شي. خو د ټرمپ د دغه خبرداري په ځواب کې ایراني چارواکو دوهاړخیزه توند غبرګون وښود. یو اړخ یې دا و چې تهران «پر دوی د تپلشوې جګړې» له پیله تر اوسه له امریکا سره هېڅ ډول مذاکرات نه دي پیل کړي او دویم دا چې که د دوی پر برېښنایي تاسیساتو برید وشي، ایران به په سیمه کې د امریکا معلوماتي مرکزونه په نښه کړي. هغه مهال د ایران د پارلمان رییس، محمد باقر قالیباف پر ایران بریدکوونکي (امریکا – اسرائیل) پښېمانهشوي وبلل او په وینا یې چې د ډونالډ ټرمپ له لوري د مذاکراتو خبرونه په مالي او نفتي بازار کې د لاسوهنې او امریکا ـ اسرائیل د تېښتې لپاره خپاره شوي دي. که څه هم د ایران او امریکا-اسرائیل ترمنځ جګړه روانه ده، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډزبندۍ (اوربند) او مذاکراتو په اړه بېلابېل راپورونه خپرېږي. دا جګړه اوس په یو داسې پړاو کې لیدل کېږي چې د خونړیو پایلو او یا واقعي پایتهرسېدو په برخه کې یې د مشهورو سیاسیونو او سرمقالهلیکوالو ذهنونه او قلمونه له فعالیت غورځولي. خلاصه، هېڅوک نه پوهېږي چې دا جګړه کوم لوري ته روانه ده او پایلې به یې څه وي؟ تازه اسوشیټېډ پرېس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ د ایران حکومت ته د اوربند ۱۵ مادهییز پلان رسولی، خو په ورته مهال یې سیمې ته د ۸۲م هوايي ځواک ۱۰۰۰ نورو ځواکونو د لېږلو پرېکړه هم کړې ده.



