د بالیووډ ځوانې ستورې جهانوي کپور په کابل کې د “امید” روغتون پر ودانۍ د پاکستاني جیټ الوتکو بمبارۍ ته په غبرګون کې سخت ټکان خوړلی او د انسانیت او نړیوالو قوانینو پر نشتوالي یې جدي پوښتنې راپورته کړي دي. نوموړې په ډېر درد سره لیکلي، چې په افغانستان کې پر روغتون دغه برید د روژې په مبارکه میاشت کې شوی دی. جهانوي کپور ویلي، چې په دغه برید کې ناروغان، ماشومان او بېګناه انسانان په څو ثانیو کې له منځه لاړل. هغې پوښتنه کړې: “نړیوال قوانین اوس چېرته دي؟ انسانیت اوس چېرته دی؟” هغې د کابل د هغو لمبو انځورونه هم شریک کړي، چې وړمه شپه یې د روغتون ودانۍ په ایرو بدله کړه.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)