ځینو اسراییلي سرچینو ادعا کړې، چې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنهاي د شنبې ورځې د اسراییل په بریدونو کې وژل شوی دی. د کانال ۱۲ د راپور له مخې، د اسراییل یوه چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی ویلي، «د خامنهاي جسد د اسراییلي بریدونو له امله د نړېدلو ودانیو له خاورو لاندې راایستل شوی دی». د دغه اسراییلي چارواکي په وینا، د نوموړي د جسد انځور بنیامین نتانیاهو، د اسراییل لومړي وزیر او د دغه هېواد ځینو امنیتي بنسټونو ته هم ښودل شوی دی. خو په همدې وخت کې، د ایران اسلامي جمهوریت یو شمېر چارواکو او بنسټونو دا ادعاوې رد کړې دي. له دې جملې مهدي ترابیان، چې دولتي رسنۍ یې د خامنهاي د دفتر د رسنیز ټیم غړی بولي، لیکلي چې د ایران رهبر «لا هم د ډګر مشري کوي». همدارنګه، د ایران ځینو حکومتي رسنیو د علي خامنهاي د وژل کېدو خبر د «دښمن رسنیزه جګړه» بللې او دا یې په کلکه رد کړې ده. تر اوسه پورې د دغو متضادو راپورونو په اړه کوم رسمي او خپلواک تأیید نه دی خپور شوی.



