چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابلوف: د روسیې اقتصادي پروژې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ قرباني شوې

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازي ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو زیاتېدو د مسکو په ګډون د اقتصادي پروژو پلي کېدل ځنډولي دي. د «ایزوېستیا» ورځپاڼې د راپور له مخې، ضمیر کابلوف ویلي، چې د ټرانس‌-افغان وسپنې پټلۍ او د نفتو د تصفیې د یوې کارخونې عملي چارې لا نه دي پیل شوې او دا پروژې لا هم د طرحې په پړاو کې پاتې دي. هغه زیاته کړې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې شخړې د دغو پروژو د پرمختګ بهیر درولی او په اوسنیو شرایطو کې د عملي کار پیلول وختي خبره ده. د راپور له مخې، د ټرانس‌-افغان اوسپنې پټلۍ د تخنیکي او اقتصادي طرحې تړون په ۲۰۲۵ م کال کې لاسلیک شوی و او ټاکل شوې وه، چې د ۲۰۲۶ م کال تر پیل پورې بشپړ شي، خو د ناامنۍ له امله دا بهیر له څو کلن ځنډ سره مخ شوی دی. ټاکل شوې وه، چې دغه پروژه د ترمز–مزارشریف–کابل–پېښور مسیر سره ونښلوي او د عربي سمندر بندرونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. ورسره هم‌مهاله، ځینو کارپوهانو ویلي، چې ښایي د افغانستان د لوېدیځ له لارې بدیله لاره، یعنې د تورغونډۍ–هرات–ایران کرښه، لومړیتوب ومومي، ځکه له تخنیکي پلوه اسانه بلل کېږي. له دې ترڅنګ، په افغانستان کې د نفتو د تصفیې د یوې کارخونې پروژه چې د روسي شرکتونو په ګډون پلان شوې وه، د امنیتي وضعیت له امله لا هم ځنډېدلې پاتې ده. کابلوف ټینګار کړی، چې افغانستان لا هم د خپلو ډېرو نفتي محصولاتو واردات له روسیې کوي او د کورني تولید نشتوالی د دې پروژې اهمیت نور هم زیاتوي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې تر اوسه کومه څرګنده پایله نه ده لرلې او د روسي چارواکو په وینا، د مسکو منځګړیتوب هغه مهال ممکن دی، چې دواړه لوري رسمي غوښتنه وکړي.

- Advertisment -spot_img