جمعه, مارچ 13, 2026
جمعه, مارچ 13, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

شل اووریز نړیوال جام کې افغانستان متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ م کال د کرکټ شل‌اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه له متحده عربي امارتو وګتله. د لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او خپله یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه. متحده عربي امارتو لوبډلې په ټاګل شویو ۲۰ اوورونو کې، شعیب خان د ۶۸، علیشان شرافو۴۰ او د سعید حیدر د ۱۳ منډو پر مټ افغان لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه. په دې پاڼۍ کې د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي څلور، مجيب الرحمان دوه او راشد خان يو لوبغاړی وسوځاوه. په ځواب کې یې افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په زیان سره د لوبې په ۱۹.۲ اور کې پوره کړ او د ۵ ویکټو په توپیر یې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه. عظمت الله عمرزی په ۴۰ منډو او د ۴ ویکټو په اخیستو د لوبې غوره لوبغاړی شو. د یادونې وړ ده، چې د افغانستان څلورمه لوبه به د کاناډا ملي لوبډلې پر وړاندې د فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه د ماښام په ۷:۰۰ بجو پیل شي.

- Advertisment -spot_img