د ښځو حقونو نړیوال سازمان په يو بيان کې ويلي؛ د افغانستان له یوې خورا لرې پرتې سیمې څخه یوې افغان مېرمنې د نړۍ مشهور میلیاردر او د سټارلنک شرکت مالک، ایلان ماسک ته یو پرانیستی لیک استولی او په افغانستان کې یې د انټرنیټي اسانتیاوو له لارې د نجونو د زدهکړې غوښتنه کړې ده. دوی وايي؛ چې انټرنیټ د دوی لپاره یوازې تفریح نه، بلکې له نړۍ سره د وصل کېدو یوازینۍ لار ده. په لیک کې راغلي چې په داسې حال کې چې نړۍ مریخ ته د سفر په اړه فکر کوي، افغان نجونې له تېرو څلورو کلونو راهیسې له خپلو لومړنیو تعلیمي حقونو بې برخې دي. دغې مېرمنې ایلان ماسک ته په خطاب کې لیکلي: «ستاسو سټارلنک ټکنالوژي افغان نجونو ته چانس ورکولی شي چې زدهکړه وکړي او خپل راتلونکی په خپله جوړ کړي.» دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه دوام لري او ډېری افغان نجونې هڅه کوي، چې د انلاین کورسونو له لارې خپلو درسونو ته ادامه ورکړي، خو د ضعیف انټرنیټ او لوړې بیې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.



