د ١٩ کلنو کمعمره لوبډلو د نړۍوال جام سیالیو په نیمه پایلوبه کې افغانستان له هند څخه ماتې وخوړه او له دغو سیالیو بهر شو. نننۍ لوبه چې په زمبابوې کې ترسره شوه پچه یې افغان لوبډلې وګتله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. په دغه لوبه کې د افغانستان له ۱۹ کلنو د کمعمره کرېکټ لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شویو ۵۰ اوورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۰ منډې وکړې. د افغان لوبډلې په ګټه فیصل شینوزاده ۱۱۰، عزیر الله خان ۱۰۱، عثمان سادات ۳۹ او خالد احمدزي ۳۱ منډې وکړې. د هند لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۴۲م اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او افغانستان ته یې د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې پایلوبې ته لار پیدا کړه. د یادونې وړ ده، د ۱۹ کلنو د کمعمره کرېکټ نړۍوال جام سیالیو پایلوبه به د هند او انګلستان لوبډلو ترمنځ ترسره شي.



