یکشنبه, فبروري 15, 2026
یکشنبه, فبروري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغان کډوالو د نه خوندیتوب په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سی ار) خبر ورکړی،چې په افغانستان کې د راستنو شویو ماشومانو د نه خوندیتوب په تړاو اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي. د دغه سازمان د راپور له مخې بې ځایه کېدل، بې وزلي او له ګاونډیو هېوادونو نه په پراخه کچه د کډوالو ستنېدل د کډوالو ماشومان له جدي خطرونو سره مخ کوي. ياد بنسټ په يو راپور کې خبرداری ورکړی، چې زیان‌منونکي ډلې، لکه ښځې، معلولیت لرونکي کسان او کورني بې‌ځایه شوي وګړي، د نه خوندیتوب له لوړو خطرونو سره مخ دي، دوی خدمتونو ته محدود لاسرسی لري او دغه راز له تبعیض سره مخ دي. په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د اوږدې بې‌ځایه کېدنې، اقتصادي ستونزو او نامعلوم راتلونکي له امله رواني او ټولنیز فشارونه هم پراخ شوي او ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. «یو اېن اېچ سي ار» دغه راز د جنسیت پر بنسټ د دوامدارو خطرونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې ښځې او نجونې لا هم د تګ راتګ له محدودیتونو سره مخ دي او د خوندیتوب خدمتونو ته محدود لاسرسی لري. یادې ادارې ټینګار کړی، چې د مالي سرچینو کمښت او د بودجې محدودیتونو پر دغو خدمتونو سخت فشار راوړی.

- Advertisment -spot_img