د هندوستان په مهاراشترا ایالت کې د مرستیال وزیر اعلا او د کانګرس پخواني مشر اجیت پوار د یوې کرایې شوې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د شپږو نورو کسانو په ګډون ژوند له لاسه ورکړی، چې دوه د هغه کارکوونکي او دوه د الوتکې عمله وه. اجیت پوار د خپلې سیمې باراماتي ته د محلي انتخاباتي کمپاین لپاره پر سفر و او الوتکه چې د ممبي ښار څخه راغلې وه، هڅه يې کوله، چې په بيړه په باراماتي کې راکښته شي، خو د توازن له لاسه ورکولو وروسته په کروندې کې نسکوره او اور یې واخیست.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)