د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې خبر ورکړی، چې روسیې او اوکراین د زاپوريژیا د اټومي بټۍ په شاوخوا سیمه کې پر محلي اوربند موافقه کړې ده څو د دې بټۍ د برېښنا د وروستي مرستندوی مزي د ترمیم امکان برابر شي. په یوه بیان کې چې IAEA خپور کړی راغلي، چې د برېښنا دا مزی چې د جنورۍ په دوهمه د پوځي فعالیتونو په نتیجه کې زیانمن شوی باید په را روانو ورځو کې بېرته فعال شي. په بیان کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مشر رافایل ګروسي له قوله راغلي، چې دا د دې ادارې په نوښت څلورم موقت اوربند دی او څرګندوي چې IAEA خپل مهم رول ته دوام ورکوي. زاپوريژیا د اروپا د برېښنا د تولید تر ټولو لوی تاسیسات دي، چې د ۲۰۲۲ کال له مارچ میاشتې راهیسې روسي ځواکونو ولکه پرې ټینګه کړې ده.



