د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ډیپلوماټانو د سعودي عربستان په جده ښار کې په یوه تخنیکي غونډه کې له افغانستان سره د تعامل لپاره پر یوه همغږې تګلارې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ګډه همغږي کولای شي کابل ته د یاد سازمان د وزیرانو د تماس ډلې د راتلونکي سفر په اغېزمنتیا کې مهم رول ولوبوي. د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې په جده کې د قزاقستان د جمهوریت سرقونسل او د اسلامي همکاریو سازمان ته د دغه هېواد د دایمي استازي مرستیال رسلان کاسپانوف هم ګډون درلود. سرچینې لیکلي، چې دا تخنیکي غونډه افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو د تماس ډلې د راتلونکي سفر د چمتووالي په لړ کې ترسره شوې ده. د راپور له مخې، یادو ګډونوالو دا غونډه د راتلونکي سفر لپاره د چمتووالي او د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د ګډو هڅو د همغږۍ په بهیر کې یو مهم پړاو بللی او د غونډې پر مهال اصلي تمرکز د تنظيمي او تخنیکي مسایلو پر ارزونې او کابل ته د تماس ډلې د سفر د اجنډا پر وروستۍ کولو و. د سرچینې د معلوماتو له مخې، همدارنګه ډیپلوماټانو د راتلونکو فعالیتونو د مهمو اړخونو په اړه نظرونه تبادله کړل او د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د دریځونو د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.



